نيټه : 29.10.1398
د هند هيواد جنرال کونسل د کندهار د سوداگرۍ او پانگوني خوني دمحترم رئيس او مديره پلاوي سره وکتل :
په ياد مجلس کي د کندهار د سوداگرۍ او پانگوني خوني رياست محترم رئيس صاحب د هند جنرال کونسل سره د تجارت په اړه د موجوده مشکلاتو په اړه خبري وکړي تر څو ددواړو هيوادو ترمنځ تجارتي اړيکي لا پياوړي او پراختيا ومومي.
او وروسته د کندهار د سوداگرۍ او پانگوني خوني مديره پلاوي خپل وړانديزونه او د تجارت په بخش کي مشکلات د هند جنرال کونسل سره شريک کړل او هم ئي د عادي ويزو، تجارتي ويزو او اوږد مهاله ويزو په ترلاسه کولو کي داسانۍ په اړه خبري اتري ورسره وکړي.
په پاي کي د هند جنرال کونسل تاجرانو ته ډاډ ورکړ چي ډير ژر به يادو موضوعاتو ته جدي پاملرنه کوي او د تجارت په بخش کي به اسانتياووي ډيروي.
مننه.









 

Comments